ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د تهران څلوردیشم نړیوال نندارتون د؛ راتلونکي لوستونکی دی ؛په شعار سره نن سهار دتهران په امام خمینی عیدګاه یامصلی کې په رسمي توګه پیل شو او مازدیګر پنځه بجې به ئې عمومي ننداره هم پیل شي.
ټاکل شوې ده دغه نړیوال نندارتون به چې له ننه پیل شوی د غواي یا ثور د میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې له سهار لسو بجو د ماښام تر اتو بجو پورې دعمومی نندارې په خدمت کې وي او د کتاب مینه وال به ورڅخه ګټه پورته کړي .
داپه داسې حال کې دي چې دغه نندارتون هم په حضوري بڼه او هم د انټرنیټ له لارې دعمومي نندارې ډګر دی او مینه وال له همدااوسه د انټرنیټ له لارې هم د خپلې تندې د ماتونکو کتابونو لټه کولی شي. چې ايډریس هم ketab.ir دی او دغه راز ئې مینه وال د نندارتو له ketab.tv لارې هم په ژوندئ لا لائيو بڼه لیدلی شي.